زابل کې ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیس په شاه جوی او ارغنداب ولسوالیو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
د دې دوه بېلو نښتو په ترڅ کې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
د یادونې ده چې د نښتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.