زابل کې څه باندې ۱۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۹:۴۵
9

د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د زابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي د شیشه له ډوله او ۲۰ لیتره تېزابي او نور کېمیاوي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د یادونې ده چې پولیسو د تېزابي او کېمیاوي توکو د لېږد او قاچاق په تړاو درې تنه نیولي دي.