تازه خبرونهنور دلته
په ۴ ولایتونو کې؛ ۲۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي
پولیسو ځواکونو د څو بېلابېلاو اقداماتو په ترڅ کې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په ۴ ولایتونو کې، ۲۰ تنه د غلا په تړاو نیولي. له دې ډلې، ۹ تنه د موټرو، سرو زرو او ټلېفونونو د غلا په تړاو په. . .
د خوست ولایتي او د باک ولسوالۍ ځايي مسؤلينو په هڅو او منځګړیتوب د يادې ولسوالۍ اړوند "جبهه" سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ٢٩ کلنه خپلمنځي شخړه چې دواړو لوريو ته پکې مرګ او ژوبله اوښتي وه، حل او هواره شوه.
په یادو مراسمو کې، خوست والي مولوي عبدالله مختار، مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، د ولایتي ادارې یو شمیر رئیسانو، عالماءکرامو، قومي مخورو او عامو ځوانانو ګډون کړی و.
خوست والي مولوي. . .
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د اوروژنې رياست د کارکوونکو د ښوونیز سمينار په پای کې وینا وکړه
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د دې وزارت د اوروژنې او پېښو مخنيوي ریاست د کارکوونکو د جوړ شوي ښوونيز سمينار د پای غونډې په مراسمو کې ګډون وکړ.
قدرمن خلیفه صاحب د پېښو د. . .
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئیس د خوست مرکزي دارالایتام څخه لیدنه وکړه
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم همت آخندزاده او مل پلاوي د یو رسمي سفر په لړ کې د خوست ولایت مرکزي دارالایتام څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د یاد وزارت. . .
بلخ ولایت پولیسو له روزنیز مرکز ۵۰۷ تنه منسوبین له عقیده تي، مسلکي او تخنیکي زده کړو وروسته فارغ شول
د غونډې په پیل کې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لوی قومندان الحاج پاسوال قاری روح الله عبیده “پیلوټ” خبرې وکړې، هغه نویو فارغ شویو سرتېرو ته په خطاب کې وویل چې یواځینی هدف د. . .
د کورنیو چارو وزارت ویاند د خوست ولایت له وياندويانو او خبریالانو سره وکتل
د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين "قانع" خوست کې په جوړې شوې مطبوعاتي ناسته کې د خپلې وینا په پیل کې خوست ولایت د غازیانو، مجاهدینو او اتلانو ستر مرکز وباله، چې د تاریخ په اوږدو. . .
پکتیا ولایت کې ۱۴ کلن ماشوم د تښتونکو له منګلو وژغورل شو
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴ تنه انسان تښتوونکي نیولي چې د نظامي یونیفورم څخه یې په ګټه اخیستنې، یو ۱۴ کلن ماشوم د ګردېز ښار له پیریاغ سیمې څخه تښتولی. . .
د میدان وردګو د نرخ او لومړۍ حوزې ۲۲۱ تنه منسوبین د وړتیا لوړونې له روزنیز سیمینار څخه فارغ شول
یاد سیمینار د میدان وردګو ولایت امنیه قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت لخوا په لاره اچول شوی وو چې، فارغ شوو منسوبینو پکې د پلټنې اصول، مدیریت، عقیده تي او مسلکي زده کړې تر سره کړي دي.
. . .
بامیانو ولایت کې ۲۲ بې وزلو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، هغه ۲۲ کورنیو ته چې د موظفې کمیټې له لوري مستحقې ګڼل شوې وې، اوړه، غوړي، وریجې او نور لومړني خوراکي توکي ووېشل.
