په پنځو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو ۳۶ تنه نیول شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۲۷
fhd

د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو له لوري په تېره یوه اوونۍ کې د غلا، له کوره د تېښتې، ترافیکي پېښې او نشه‌يي توکو د پلور په تړاو ۲۹ تنه نیول شوي دي.

په ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په څو جلا عملیاتو کې، په سمنګان ولایت کې د غلا او باج‌اخیستو په تړاو دوه تنه، په فاریاب ولایت کې د اوو بایسکلونو، یو موټرسایکل او یوې غالۍ د غلا په تړاو درې تنه، او یو بل غل په نیمروز ولایت کې نیولی دی.

همدارنګه، د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ مسؤلینو پنځه غلا شوي موټرسایکلونه کشف او بېرته د هغوی مالکانو ته سپارلي او په تړاو یې یو تن نیولی دی.