په کابل کې له ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت، په کابل ولایت کې له ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
دا مرستې د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت له لورې د کابل ولایت د موظفې کمېټې په وسیله چې له وړاندې یې یاد شمېر کورنۍ مستحقې تثبیت کړې وې ترسره شوې. په مرستو کې د کورنۍ پر سر ۵ زره افغانۍ شاملې دې.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر، د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت، ښاروالۍ او مجاهدینو یو شمېر مسؤلینو او استازو ګډون کړی و.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د مراسمو په پیل کې وویل، د اسلام د دین د لارښوونو له مخې له اړمنو سره مرسته کول په یوه ټولنه کې د شتمنو مهم مسؤلیت دی. نوموړي زیاته کړه، هغه څوک چې له بېوزلو سره مرسته کوي، په دنیا او آخرت کې به یې له ګټې برخمن شي.