تازه خبرونهنور دلته
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رییس کونړ ته سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ریاست لوی رییس الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه، مرستیال والي مولوي. . .
د تخار ولایت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو دوه تنه له ۱۰۴ کیلوګرامه تریاکو سره یوځای هغه مهال ونیول،
چې یاد توکي یې په ماهرانه ډول په یوه ټکسي ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو او نامالوم ځای ته یې لېږدول.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
په کاپیسا ولایت کې ۱۲ تنه د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول
د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۱۲ تنه د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.
له. . .
د لغمان والي د کورنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال سره وکتل
د لغمان ولایت والي، الحاج قاري بختیار معاذ، کابل ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال او کفیل، الحاج مولوي محمد نبي عمري، سره وکتل.
په دې لیدنه کې د لغمان. . .
په کابل او ننګرهار ولایتونو کې ۱۵ کیلوګرامه نشهيي توکي او ۲۴۰۰ د نشهيي ګولیو ټابلیټونه کشف او ضبط شول
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې درې تنه له ۱۵ کیلوګرامه نشهيي توکو سره او یو بل کس د کابل ښار په یوولسمې ناحیې کې له ۲۴۰۰ نشهيي. . .
د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ لسګونه تنه اداري منسوبین له مسلکي سیمینار څخه فارغ شول.
د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ ۲۸ تنه اداري منسوبین د مسلکي زدهکړو له ترلاسه کولو وروسته، د «صحرا باغ» له تعلیمي مرکز څخه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
په دې مراسمو کې د خوست د. . .
د جوزجان والي آقچې ولسوالۍ ته د یوه سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ له یو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو، پانګوالو، مخورو او مشرانو سره وکتل.
د جوزجان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي د حاضرینو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، د هېواد په اقتصادي وده، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا کې د. . .
د ننګرهار ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د مرکز او ولسوالیو له امنیتي او اداري مسوولینو سره د همغږۍ، اصلاح او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یوه غونډه ترسره شوه.
د ننګرهار امنیه قوماندان الحاج مولوي محب الله حماس په دې غونډه کې مسوولینو ته هر اړخیزې لارښوونې وکړې او ویې ویل چې هر مسوول باید خپلې دندې په امانتدارۍ، اخلاص او د مسوولیت په احساس. . .
په څلورو ولایتونو کې ۳۰ تنه د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول او د تولید یوه کارخونه یې کشف او ویجاړ شوه
په هرات، ننګرهار، پکتیا او جوزجان ولایتونو کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا جلا عملیاتو کې ۳۰ تنه نیولي او د نشهيي توکو د پروسس یوه کارخونه یې هم کشف او له منځه. . .
