په نورستان کې له لسګونو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۴:۹
adfasdf

د نورستان ولایت امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري له ۶۰ هغو اړمنو او سوالګرو کورنیو سره، چې تر دې وړاندې د موظفې کمېټې له خوا مستحقې پېژندل شوې وې، له هرې کورنۍ سره د پنځه زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د نورستان ولایت په ولسوالیو او مرکز پارون ښار کې له ۲۴۲ اړمنو او سوالګرو کورنیو سره د یو میلیون افغانیو نغدي مرسته شوې ده.