په هرات او کونړ ولایتونو کې د جېب وهلو او د چاودېدونکو توکو د لېږد په تړاو ۹ تنه ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۹
adsasdf

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د کشفي اقداماتو په پایله کې، ۸ تنه د جېب وهلو (کیسه‌برۍ) په تړاو د هرات ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې نیولي دي.

همداراز، د کونړ ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو په کشفي عملیاتو کې یو تن هغه مهال د پېچ‌درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولی، چې ۶۸ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي (باروت) یې په ماهرانه ډول په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای کړي وو.

د نیول شویو کسانو دوسیې به د څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.