تازه خبرونهنور دلته
د جوزجان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي، د امنیتي وضعیت د ارزونې، د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو د څارنې او د ښار د عمومي نظم د ارزولو په موخه د شبرغان ښار په بېلابېلو برخو کې د شپې ګزمه ترسره کړه.
د دغې لیدنې پر مهال د جوزجان والي لویې لارې، ګڼ مېشتي سیمې او د ښار ځینې مهمې ساحې ولیدلې، امنیتي وضعیت یې له نږدې وڅېړه او له امنیتي مسؤلینو سره یې د امنیت د ټینګښت، د جرمونو د مخنیوي. . .
په بدخشان ولایت کې ۷۱۳ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شول
د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د هدفي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت د درایم ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۷۱۳ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړل.
په دې تړاو دوه تنه د یادو نشهيي. . .
سرحدي ځواکونو د جعلي اسنادو په تړاو لسګونه کسان نیولي او د سرو زرو، قیمتي ډبرو، نغدو پیسو او ومانو د قاچاق مخه یې ونیوله
د کورنیو چارو وزارت د سرحدي شرطې ځواکونو د کابل، کندهار او بلخ ولایتونو په هوايي ډګرونو او همدارنګه د اسلامکلا او تورخم په بندرونو کې لسګونه کسان د جعلي اسنادو د کارونې او نورو جرمونو. . .
د خوست ولایت امنیې قوماندانۍ ۲۹۳ عرادې غیرفعال پوځي وسایط ترمیم کړل
د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ د وسایطو د ترمیم ورکشاپ منسوبینو په تېرو درېیو میاشتو کې د دغې قوماندانۍ ۲۹۳ عرادې پوځي وسایط، چې د تخنیکي ستونزو له امله نیمه فعال یا له کاره لوېدلي وو،. . .
بلخ ولایت کې د اورلګېدنې د پراخېدو مخنیوی وشو
د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ پېښو ته د رسېدو او اطفائیې مدیریت منسوبینو د مزارشریف ښار د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هغه اورلګېدنه په خورا سرعت او بېړنۍ توګه مهار کړه، چې د برېښنا. . .
ننګرهار او سرپل ولایتونو کې د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تړاو اته تنه ونیول شول
د امنیتي ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، د ننګرهار ولایت د جلالآباد ښار په نهمې امنیتي حوزې کې درې تنه د نشهیي توکو د پلور او قاچاق په تړاو له اووه زره او ۴۶۰ نشهيي ټابلیټونو. . .
په کابل ولایت کې له ۲۲ زرو څخه زیات نشه يي ټابلیټونه کشف او ضبط شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو، د کابل ښار په مربوطاتو کې د څو جلا جلا عملیاتو پر مهال ۲۲ زره او ۱۴۳ دانې نشه يي ټابلیټونه کشف او ضبط کړي دي.
د دې توکو د قاچاق او پلور په. . .
پکتیا کې امنیتي ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړل
د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د ناري چینې کلي په سیمه کې امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په پایله کې ۸ زره د MP مرمۍ، ۱۲ د نارنجک مرمۍ او ۵۰۰ د دهشکې مرمۍ کشف او ترلاسه کړې، چې قاچاق. . .
هرات کې پنځه تنه نیول شوي او د ۲ زره او ۳۰۲ کیلوګرامو ومانو د قاچاق مخه ونیول شوه
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د دغه ولایت په اوبه او پښتون زرغون ولسوالیو کې د ۲ زره او ۳۰۲ کیلوګرامه ومان بوټو چې د نشهيي توکو په پروسس کې. . .
