د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ۴۵ تنه منسوبین فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۵ تنه منسوبین د مسلکي زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د یاد ریاست نظامي مرستیال، انجنیر عزیزالرحمن صلاحالدین، فارغو شویو منسوبینو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، له هغوی وغوښتل چې د ټکنالوژۍ په برخه کې خپلې مسلکي زده کړې لا پیاوړې کړي او خپلې ترلاسه کړې تجربې او زده کړې له نورو منسوبینو سره هم شریکې کړي.
په دې مراسمو کې یو شمېر نورو مسوولینو هم خبرې وکړې او د ګډونوالو هڅې یې وستایلې. د غونډې په پای کې پر فارغو شویو منسوبینو د فراغت سندونه ووېشل شول.