په پکتیکا ولایت کې له ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت نغدي مرسته پر هغو ۱۵۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو ووېشله چې په دې ولایت کې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې.
د یادونې وړ ده چې په دې ولایت کې له هرې مستحقې پېژندل شوې اړمنې او سوالګرې کورنۍ سره څلور زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.