په کندز ولایت کې د یو زرو او ۳۸۶ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو د پلټنو پر مهال، د علياباد او چهاردرې ولسوالیو په مربوطاتو کې د نشهيي توکو د قاچاق په تړاو اته تنه له یو زرو او ۳۷۲ کیلوګرامه تریاکو، ۱۴ کیلوګرامه هیرویینو او پنځو عرادو موټرو سره نیولي دي.
نیول شوي کسان د شرطې ځواکونو تر څارنې لاندې دي او د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.