په میدانوردګو کې له ۱۲۰ اړمنو کورنیو سره ۶۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه
د میدانوردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، د دغه ولایت د موظفې کمېټې له لورې له وړاندې مستحقو پېژندل شوو ۱۲۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو ته ۶۰۰ زره افغانیو نغدي مرسته ووېشله.