په کاپیسا کې د مسؤلینو په منځګړتوب د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني پای ته ورسېده

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۲۷
fgsgfdgs

د کاپیسا ولایت د اله‌سای ولسوالۍ د جاناګل په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني، د کاپیسا ولایت د مقام د مرستیال مولوي اسدالله سنان، د دغه ولایت د استیناف محکمې رئیس مولوي عزیزالرحمن حقاني، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره شوه او دواړو کورنیو یو بل ته بښنه وکړه.

یاده دښمني چې د تېرو اختلافاتو له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه او په ترڅ کې یې یو تن هم خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو او قومي مشرانو د ګډو هڅو په پایله کې حل او روغه یې وشوه.

مسؤلینو دغه اقدام د سولې د ټینګښت او د تفاهم او خبرو له لارې د شخړو د حل په برخه کې اغېزناک ګام وباله او د اختلافاتو د هواري، د خلکو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ د لا پیاوړتیا لپاره یې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.