خبرونه
پولیسو یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه میله وسلې چې کلاشینکوف، تفنګچه او کربینونه پکې شامل دي؛ نیولي دي.
د دې ترڅنګ؛ د. . .
ترهګرو طالبانو فاریاب کې ۱۱ ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې.
تېره ورځ ترهګرو طالبانو د فاریاب ولایت په مرکز او دولت اباد ولسوالۍ کې ښځې او ماشومان د هاوان تر برید لاندې راوستې وې، چې په ترڅ کې یې دوه ماشومان شهیدان کړي او نهه ښځې یې ټپي کړې دي.
پ. . .
فاریاب کې ۲۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ پولیس په دولت اباد او المار ولسوالیو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په لړ کې یې نهه ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
همداراز د دې نښتو په ترڅ. . .
فاریاب کې یو تن د وژنې په تړاو ونیول شو.
د فاریاب ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو تن د وژنې په تړاو نیولی دی.
له یاد کس څخه یو میل پیکا له یو شمېر نورو نظامي تجهیزاتو سره په میمنې ښار. . .
کندهار کې اوه ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره شپه د کندهار ولایت په شورابک او رېګستان ولسوالیو کې ترهګرو طالبانو د ملي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، چې د پولیسو له غبرګون سره مخ شوي او په لړ کې یې اوه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
پ. . .
کابل کې یو کس د وژنې په تړاو ونیول شو.
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کس د وژنې په تړاو نیولی دی.
یاد کس د پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دیارلسمې حوزې له اړوند سیمو نیول شوی دی.
نیمروز کې ۲۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
په ضبط شویو نشه يي توکو کې ۲۰. . .
بغلان پوهنتون ته څېرمه د یوې ماین چاودنې مخنیوی شوی.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د پلخمري ښار په قشلاق سیمه کې له یو کړۍ ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د بغلان پوهنتون د دروازې په وړاندې ځای پر ځای کړی و،. . .
کندهار او خوست کې ۱۰ ترهګر طالبان او غیر مسووله وسله وال نیول شوي دي.
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو اوه ترهګر طالبان نیولي، چې په ښار او ولسوالیو کې یې ترهګریز فعالیتونو ترسره کول.
د یادو ترهګرو په ډله کې دوه یې غلچکي بریدګر او پنځه نور یې جنګي. . .
