پولیسو یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۳ - ۱۳:۱۹
س

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه میله وسلې چې کلاشینکوف، تفنګچه او کربینونه پکې شامل دي؛ نیولي دي.
د دې ترڅنګ؛ د لوګر ولایت ځانګړو پولیسو په محمدآغه ولسوالۍ کې د یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
له دې سره د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی نیولی دی.