خبرونه
بغلان کې یو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شو.
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په بغلان ولایت کې یو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.
یاد کس د دوشي ولسوالۍ د دهن لرخوابي کلي له اړوند سیمو نیول شوی دی.
هرات، خوست او پکتیا کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.
د هرات، خوست او پکتیا ولایتونو د امنیه قومندانیو له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې څلور تنه. . .
پېښو ته د رسیدګۍ او اطفایې له ښوونیزې دورې ۵۶ افسران او ساتنمنان فارغ شول.
د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسیدګۍ او اطفایې عمومي ریاست د اطفایې پولیسو د ظرفیت لوړونې، مسلکي سازۍ او وړتیا لوړونې په موخه د اطفایې او پېښو ضد په روزنیز مرکز کې لنډ مهالي او اوږد. . .
هلمند کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار اړوند په سور ګدر سیمه کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ترهګرو طالبانو غوښتل چې په سور ګدر سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوستې ترهګریز برید وکړي، چې. . .
کندهار کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی ونیول شو.
د کندهار ولایت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د یاد ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی نیولی دی.
په همدې حال کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په چهار. . .
فراه کې ۲۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د فراه ولایت د مرکز په حیدر قلي او سلطان میر آغا کلیو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
د یادې نښتې په ترڅ کې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان. . .
حامد کرزي هوايي ډګر کې یو قاچاقبر ونیول شو.
تېره ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې سرحدي پولیسو د نشه يي توکو یو قاچاقبر نیولی دی.
یاد کس غوښتل چې پنځه کیلو ګرامه نشه يي توکي د شیشه له ډوله بهر ته قاچاق کړي، چې موخې ته له. . .
نورستان کې د ترهګرو طالبانو مالي مسوول ونیول شو.
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو مالي مسوول نیولی.
یاد کس د ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې له یو بل شکمن کس سره یوځای. . .
کاپیسا کې یو غیرمسووله وسله وال ونیول شو.
د کاپیسا ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې یو غیرمسووله وسله وال ونیول شو.
یاد کس د امنیتي منسوبینو د پلټنې پرمهال له یو میل تفنګچې سره لاس په لاس نیول شوی دی.
نیول شوي کس په کاپیسا کې د عامو. . .
