هرات، خوست او پکتیا کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱ - ۱۳:۱۵
q

د هرات، خوست او پکتیا ولایتونو د امنیه قومندانیو له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

له دې ډلې څلور تنه یې له شپږو کیلو ګرامه نشه يي توکو او یو میل وسلې سره د هرات ښار له اړوند سیمو او څلور تنه نور یې د خوست او پکتیا ولایتونو له اړوند سیمو د یو شمېر نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.