کاپیسا کې یو غیرمسووله وسله وال ونیول شو.
د کاپیسا ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې یو غیرمسووله وسله وال ونیول شو.
یاد کس د امنیتي منسوبینو د پلټنې پرمهال له یو میل تفنګچې سره لاس په لاس نیول شوی دی.
نیول شوي کس په کاپیسا کې د عامو خلکو په ځورونو، شکونو او لاره نیونو کې لاس درلود.
د یاد کس قضیه اوسمهال تر څېړنو لاندې ده.