ترهګرو طالبانو فاریاب کې ۱۱ ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې.
تېره ورځ ترهګرو طالبانو د فاریاب ولایت په مرکز او دولت اباد ولسوالۍ کې ښځې او ماشومان د هاوان تر برید لاندې راوستې وې، چې په ترڅ کې یې دوه ماشومان شهیدان کړي او نهه ښځې یې ټپي کړې دي.
پولیسو ټپیان روغتون ته لېږدولي دي.