خبرونه
پروان کې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
تېره ورځ د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په جبل السراج ولسوالۍ کې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي د چرسو له ډوله دي، چې په. . .
پکتیا کې پولیسو یو قاتل نیولی.
د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو یو قاتل نیولی دی.
یاد کس د خوست ولایت اوسېدونکی دی او څه موده دمخه یې یو خوست مېشتی وژلی و او بیا په تېښته. . .
کابل کې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شو.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.
غزني او هرات کې نهه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو درې ترهګر طالبان وژلي او یو بل یې ژوندی نیولی دی.
یادو ترهګرو غوښتل چې پر دولتي کارکوونکو برید وکړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د غزني پولیسو لخوا. . .
هلمند کې ۱۵ ترهګر طالبان ووژل شول.
د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار او یو شمېر نورو سیمو کې افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکوو د ترهګرو طالبانو د ځپلو په موخه یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۵. . .
پکتیا کې د یوې چاودنې مخنیوی شوی.
د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز ګردېز ښار په اړوند سیمو کې له یوه چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د آریانا پمپ په سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره یو کړۍ ماین ځای پر. . .
وردګو کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون شپږ ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د میدان وردګو ولایت په مرکزي سیمو کې یو لړ عملیات په لاره اچولي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر "نصرت" په ګډون شپږ ترهګر طالبان وژلي. . .
کندهار کې پنځه ترهګر طالبان ونیول شول.
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو پنځه ترهګر طالبان نیولي دي.
یادو ترهګرو طالبانو د کندهار په اړوند سیمو کې په ترهګریزو بریدونو او پېښو لاس پورې کاوه، چې د پولیسو لخوا ونیول شول.
. . .
پکتیکا کې اتو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ په کرمو امنیتي پوستو برید کړی، چې په ترڅ کې یې دوه ترهګر طالبان ژوبل شوي دي.
همداراز د مټاخان ولسوالۍ په شینکۍ سیمه کې هم د ګډو. . .
