د ملي امنیت سلاکار له کورنیو چارو وزارت څخه لیدنه وکړه

نن له غرمې مخکې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت څخه لیدنه وکړه.
په سر کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي یاد وزارت ته د ډاکټر حمدالله محب د راتګ له امله ښه راغلاست وویلو او د ملي امنیت له سلاکار څخه یې مننه وکړه، چې کورنیو چارو وزارت ته یې ځانګړی پام او ستونزو ته یې رسیدګي کړې.
محمد مسعود اندرابي ښاغلي محب ته په کورنیو چارو وزارت کې د تېرو اتو میاشتو له راغلو پرمختګونو، بدلونونو، لاسته راوړنو، اصلاحاتو او ځینو برخو کې د ستونزو په اړه مالومات ورکړل او ویې ویل، چې کورنیو چارو وزارت تر بل هر وخته زیات فعاله شوی دی.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت تأمیناتي معین ریاض درمل په تامیناتو برخه کې د سیستم جوړونې، د کاري پروسو پر ساده سازۍ، په تدارکاتو او لوژېستیک برخو کې د اصلاحاتو په راوستو، د مصارفو پر کمولو، د بودیجې پر سپما او په راتلوونکو پرمختیایي برنامو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې کورنیو چارو وزارت کې اوسمهال کاري سیستمونه ورځ تر بلې ساده او چټک شوي او پدې برخه کې رغنده ګامونه پورته شوي دي.
همداراز د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د پروګرامونو د مدیریت او د GIS سیستم له کارونې لیدنه وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت د پلان او اوپراسیون عمومي رییس مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیمزي د GIS سیستم د کارونې په تړاو لازم مالومات وړاندې کړل او دا سیستم یې د جګړې مدیریت په برخه کې موثر یاد کړ.
له دې سره د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت د ملي امنیت سلاکار ته په تېرو اتو میاشتو کې د جګړې د پرمختګ، د تکتیک د بدلون، د پولیسو په برخه کې د اصلاحاتو او د امنیتي پلان د پلي کېدو په اړه مالومات ورکړل او ویې ویل، چې په تېرو اتو میاشتو کې امنیتي ځواکونو طالبان او داعش په بېساري ډول ځپلي او دښمن د جګړې په ډګر کې خپل مورال له لاسه ورکړی دی.
په پای کې ښاغلي ډاکټر حمدالله محب په کورنیو چارو وزارت کې د عامه خدماتو له مرکز څخه هم لیدنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دې برخې پر فعالېدو سره به د مراجعینو ستونزې په چټکۍ سره هوارې او د معاصرې حکومتولۍ په برخه کې به مثمر واقع شي.
د ملي امنیت سلاکار د کورنیو چارو وزارت د تېرو اتو میاشتو لاسته راوړنې له بریاوو او پرمختګونو ډکې یادې کړې او د قانون د تنفیذ په برخه کې یې د یاد وزارت د رهبرۍ او منسوبینو له هلو ځلو ځانګړې مننه وکړه.