کابل، بغلان او کاپيسا کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۱۶:۱۰
رز

تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کابل، بغلان او کاپيسا کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه درې تنه یې د حامد کرزي له نړیوال هوايي دګره، دوه تنه د کابل ښار د دولسمې ناحیې له اړوند، دوه تنه نور له بغلان او یو تن له کاپيسا ولایت څخه نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه څو کیلو ګرامه نشه يي توکي، وسلې او یو عراده لېږدوونکې واسطه د پولیسو لاسته ورغلي دي.