د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ له امله له ګڼو پېښو مخنیوی شوی

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۹:۱۴
3

د تېرې اوونۍ په لړ کې د ملي پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې له اوو ماین چاودنو او شپږو وسله والو غلاوو څخه مخنیوی شوی دی.
د دې له منځه په کابل، میدان وردک، لوګر، ننګرهار، بغلان، بلخ او کندز ولایتونو کې د ځای پر ځای شويو ماینونو له اوه قضیو او د کابل ښار د نهمې، لسمې، یوولسمې او دولسمې حوزو په اړوند او د پروان ولایت په جبل سراج ولسوالۍ کې د وسله الې غلا له شپږو قضیو مخنیوی شوی او د غلا په تړاو اووه تنه نیول شوي دي.
همداراز د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په نتیجه کې د کابل ولایت له کلکان او د پروان ولایت له بګرام ولسوالیو دوه عرادې غلا شوې واسطې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
کورنیو چارو وزارت د امنیت ساتنې په برخه کې په ځانګړې توګه د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو له همکاري مننه او درناوی کوي.