خبرونه
ترهګرو طالبانو په پکتیکا او خوست کې ۱۰ ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې
طالبانو په پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر ملکي خلکو د ډزو او ماین چاودنې له امله ۱۰ ملکي ځايي مېشتو ته مرګژوبله اړولې ده.
ترهګرو طالبانو تېر مازدیګر د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په. . .
بدخشان کې درې تنه د انسانتښتونې په تړاو ونیول شول او هرات کې یو کس د انسانتښتوونکو له بنده ازاد کړی شو
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د مرکز فیضاباد ښار په "دشت کلخ" سیمه کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې درې تنه د انسانتښتونې او جنسي تېري په تور. . .
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د بغلان ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې پهپار دې ولایت ته سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د ملي امنیت ریاست له مرستیال سره یوځای د بغلان ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.
ستر امنیتي معین او. . .
څلورو ولایتونو کې ۹ تنه د وژنې او غلا په تړاو ونیول شول
د کابل، تخار، بدخشان او پروان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د قتل او وسلهوالو غلاو په تړاو نیولي دي.
له دې منځه کابل کې پينځه تنه د وسلهوالو. . .
لوګر کې د انسان تښتوونکو درې کسیزه ډله ونیول شوه
پولیسو د لوګر ولایت په مرکز پُلعلَم ښار کې د انسان تښوونکو او وسایطو غلاو یوه حرفوي درې کسیزه ډله نیولې ده.
یادو کسانو غوښتل د صرافانو مارکېټ په سیمه کې د وسایطو د غلا برسېره، یو صراف. . .
درېیو ولایتونو کې ۲۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
تېره ورځ د هرات، کاپیسا او خوست ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې ۲۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې. . .
پولیسو د هېواد په درېیو ولایتونو کې د پينځه کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی
پولیسو په خوست، هرات او غزني ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو لهخوا د پينځو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
د یادو ماینونو له منځه ترهګرو طالبانو د خوست ولایت په. . .
ننګرهار او نیمروز کې ۷۵ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شول
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په غنيخېلو ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د یو میل وسلې سربېره، ۷۰ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه. . .
لوګر کې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي، ۴ تپيان او ۲ نور نیول شوي
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په "کولي" کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.. . .
