د هېواد په دوو ولایتونو کې له ۳۵ ماین چاودنو مخنیوی شوی

د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د سنګین ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو طالبانو ۳۳ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له چاودنې یې مخنیوی کړی دی.
په همدې حال کې د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې هم پولیسو د ترهګرو د دوه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو او ترورېستي بریدونو مخنیوی شوی دی.