خبرونه
کونړ او تخار کې ۱۶ تنه له ترهګرو طالبانو او داعش ترورېستي ډلې سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په "خاديخېلو" سیمه کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۰ تنه له داعش ترورېستي ډلې سره د همکارۍ په. . .
کابل کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د وژنې، ژوبلې، وسایطو غلا، موبایل. . .
هرات کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
پولیسو د هرات ولایت په بېلابېلو برخو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو لکه: وسلهوالې غلاوې، د غیرقانوني وسلو لېږدونې، د نشهيي توکو پلور او د وسایطو د غلا په تړاو. . .
ننګرهار او کاپیسا کې دوه قاتل او یو حرفوي غل نیول شوي
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په اچین ولسوالۍ کې یو کس د خپلې مېرمنې او زوی د قتل په تړاو نیولی دی.
بلخوا د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یو قاتل او د مرکز په اړوند سیمو. . .
هرات کې یو ترهګر طالب وژل شوی او بغلان کې بیا یو نیول شوی
تېره ورځ یو ترهګر طالب د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی.
یاد ترهګر غوښتل څو د کهسان ولسوالۍ په "قدوساباد" کلي کې یو ملکي موټر چلوونکی له موټر سره. . .
ننګرهار کې درې تنه د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو په ننګرهار ولایت کې د نشهيي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه د چرسو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو قاچاقبرانو ۳۱۰ کیلوګرامه. . .
بلخ کې د وسلهوالو غلو درې کسیزه ډله ونیول شوه
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې د وسلهوالو غلو یوه درې کسیزه حرفوي ډله چې تر دې دمخه د پولیسو تر څار لاندې وه او. . .
کابل کې درې تنه د غلا او دوه تنه د قتل په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د درېیمې ناحیې په اړوند "کارته سخي" سیمه کې درې تنه د وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
د دې ډلې په منځ کې یوه ښځه هم شامله ده او د غلو له یادې درې. . .
زابل کې دوه تنه د ۱۵ ټُنه نشهيي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
نن سهار د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو دوه تنه د نشهيي توکو له ۱۵۰۰۰ کیلوګرامه ملحقاتو سره یوځای نیولي دي.
یادو کسانو ۱۵ ټُنه د بنګو تخم په یو. . .
