کندهار کې د ترهګرو طالبانو د درېیو ماین خښوونکو په ګډون ۱۱ طالبان ووژل شول
د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله او له ملي پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د درېیو ماین خښوونکو په شمول ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
یاد پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې د ماین خښوونکو ترهګرو درې کسیزې ډلې غوښتل د شاولیکوټ ولسوالۍ پر لار ماین ځای پر ځای کړي، چې د ماین د چاودنې له امله درې واړه وژل شوي دي.
د دې پېښې په تعقیب یوې ډلې ترهګرو طالبانو غوښتل د وژل شویو ماین خښوونکو جسدونه ولېږدوي، چې د پېښې سیمې ته د ملي پولیسو پر رسېدنې سره نښته رامنځته شوې او په پایله کې یې اته ترهګر طالبان وژل شوي دي.