ننګرهار او زابل کې د نشه يي توکو پنځه قاچاقبران ونیول شول
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو درې قاچاقبران له ۲۰ کیلوګرامه چرسو سره یو ځای نیولي دي.
بلخوا د زابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په شهرصفا ولسوالۍ کې هم دوه تنه د ۵۶۰۰ کیلوګرامه بنګدانو د قاچاق په تور نیولي دي.