کابل کې د پولیسو تر څار لاندې موخو دوه کلیدي جنایتکاران له دوه همکارانو سره یې ونیول شول

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۱۴:۳۹
1

د کورنیو چارو وزارت د کشف او له جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه مهم جنایتکاران چې نومونه یې تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د مجرمینو په خپور شوي راپور کې شامل وو، نیولي دي.
یاد جنایتکاران "وحیدشاه او عالم" نومېږي او په دې عملیاتو کې دوه نور چې په کابل ښار کې په جنايي جرمونو تورن دي، له یو میل کلاشینکوف وسلې او یو قبضې تفنګچې سره نیول شوي دي.