فاریاب او زابل کې ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۱۱:۴۷
i


ترهګرو طالبانو د فاریاب او زابل ولایتونو په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له کلک ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې یې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
یادې نښتې د فاریاب ولایت په دولت اباد او شیرین تګاب ولسوالیو او د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې رامنځته شوې دي.
د یادونې وړ چې د دې نښتو پر مهال ملي امنیتي ځواکونو او ځايي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.