بغلان، زابل او پکتیا کې ۳۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ترهګرو طالبانو د بغلان، زابل او پکتیا ولایتونو په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي او په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د درېیو مهمو ډلمشرانو "ملا فیض، کامل او الهام" په ګډون ۱۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
یادې نښتې د بغلان په "چشمه شېر، د خنجان – دوشي پر لویه لار او پل سرنګ" سیمو؛ د زابل په شاه جوی ولسوالۍ او د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.
د ملي امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې د ترهګرو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او لېږدوونکي وسایط هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو نښتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.