خبرونه
امنيتي ځواکونو د هېواد په لسو ولايتونو کې ٢٦ تنه د غلا، قاچاق، د ناقانونه وسلو د لېږد او نورو جنايي جرمونو په تور نيولي دي.
د دې په منځ کې؛ په تخار کې دوه تنه د مهماتو، يو غل او دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو، په لغمان کې پنځه تنه غله، پنځه تنه له غزني څخه د ناقانونه وسلو د لېږد په تړاو، څلور تنه په. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د خوست له مرکزي دار الایتام څخه د فارغو شوو فاضلانو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ
د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الداین حقاني خوست ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له مرکزي دار الایتام څخه د فارغو شوو فاضلانو په فراغت غونډه کې ګډون و کړ.
په دې موخه جوړه. . .
د هېواد په اتو ولايتونو کې ۴۰ تنه د غلا، ځورونې، قمار، د غير قانوني وسلو ګرځولو، د نشه يي توکو د کارولو او له کوره د تېښتې په تور ونيول شول.
د هغو په منځ کې؛ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو په نيمروز کې اته تنه د غلا، قمار وهلو او له کوره د تېښتې په تور نيولي، څلور تنه د ناقانونه وسلو د لېږد او پنځه تنه وسله وال او مسلکي. . .
د جلب او جذب لویې قوماندانۍ د ۳۴ ولایتونو او ساحوي زونونو د جلب او جذب قومندانانو او مرستیالانو د وړتیا لوړونې درې ورځنی ښوونیز او لارښود سیمینار پای ته ورسید.
د پای په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو مرستیال الحاج ستر پاسوال مولوي نور جلال جلالي، د پولیسو اکاډمۍ لوی قومندان مولوي عبدالحکیم (همت) اخندزاده، د پولیسو لوړو زده کړو. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزير په پکتیا کې دوو جلا ناستو ته وينا وکړه
د کورنیو چارو سرپرست وزير محترم خليفه سراج الدين حقاني د پکتیا مرکز ګردېز او وزې ولسوالۍ کې جوړو شوو ولسي ناستو کې ګډون وکړ.
د پکتيا يو قومي مشر حاجي محمد "ګردېزي" خليفه صاحب ته د ښه. . .
۳ ولایتونو کې؛ څه باندې ۱۶۰ جریبه د کوکنارو کروندې ویجاړې شوې
د هلمند نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ددغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۱۵۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
همداراز، څه د پاسه یو هکتار ځمکه په بلخ او شاوخوا ۹ جریبه په لغمان. . .
د کورنیو چارو وزارت د حکم له مخې مولوي کفایت الله ملنګ د پنجشېر امنیه قومندانۍ د امنیت امر وټاکل شو.
ښاغلی ملنګ د مراسمو په ترڅ کې د پنجشېر د والي حافظ محمد اغا حکیم او د یاد ولایت د امنیه قومندان له لورې رسمآ مسؤلینو ته معرفي او خپلو کارونو یې پیل وکړ.
د نیمروز امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو
د نیمروز امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د اسلامي امارت له بریا وروسته ۶ زره او ۸۰۰ په نشو روږدي کسان د درملنې لپاره راټول کړي دي. د نیمروز نشه یي توکو سره د مبارزې. . .
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د افغانستان لپاره د اروپايې ټولنې ځانګړی استازي توماس نیکولاسون او مل پلاوي سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین لوی پاسوال الحاج ملا عبدالحق آخند همکار نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسون او مل. . .