هرات کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۱:۳۵
سیبشب

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو د کشفي عملیاتو پر مهال له ۱۷۰ کیلوګرامه زیات نشه‌يي توکي، چې پکې تریاک او چرس شامل دي او په یوه شخصي موټر کې په مهارت ځای‌‌پرځای شوي وو، کشف او ضبط کړل. د یادې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي او دا مهال د پولیسو تر څارنې لاندې دي.