پکتیا کې لسګونه مختلف النوعه دوربینونه د کشفي او چټک اقدام په ترڅ کې ونیول شول.
د پکتیا امنیې قومندانۍ د لویې لارې کنډک مجاهدینو نن شنبه د یو پلټونکي او چټک اقدام په ترڅ کې یو تن له ٤٤ دانو دوربینونو سره ونیوه.
یاد کس غوښتل چې دغه دوربینونه له خوست ولایت څخه لوګر ته قاچاق کړي.
نیول شوی کس پکتیا کې د پولیسو له څېړنو وروسته په یاد ولایت کې ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت ځواکونو ته وسپارل شي.