په لوګر کې ۱۸ میله بېلابېلې وسلې کشف او د جنايي جرمونو په تړاو څلور تنه نیول شوي
د لوګر ولایت امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط کړې دي. په دغو وسلو کې ۹ میله توپنچې، ۳ میله کلاشینکوفونه، ۴ بادي وسلې او دوه میله یوولسډزي ټوپکونه شامل دي.
همداراز پولیسو د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې دوه تنه د یو موټر د غلا په تړاو او دوه تنه نور د غلا په تړاو په جوزجان ولایت کې نیولي دي.
نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته له اړوندو دوسیو سره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.