مولوي عبدالبصیر مظهري د بدخشان ولایت نوي امنیه قومندان په توګه د امنیه قومندانۍ منسوبینو او ولسونو ته معرفي شو

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۱:۲۸
سبیلس

د معرفت غونډې ته د بدخشان ولایت والي الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي او یو شمیر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
په غونډه کې، مشرانو خبرې وکړې او د پخواني امنیه قومندان، کړنې وستایلې.
‏او نوي امنیه قومندان ته یې په چارو کې د کامیابۍ هیله وکړه.
نوي امنیه قومندان هم د اسلامي امارت مشرتابه له اعتماد څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې، په ټول توان به د ولس خدمت کوي.