هلمند کې د مخدره توکو څلور پلورونکي نیول شوي دي.
د هلمند ولایت په لښکرګاه او ګرشک ولسوالیو کې، له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو؛ څلور تنه د مخدره توکو پلورونکي نیولي دي.
له نیول شویو کسانو ۲۱۲۵ ګرامه هیرویین، ۳۱۵۰ ګرامه ښیښه، ۳۰۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې، ۴۴۷۰۰ افغانۍ او یو عراده موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.