د کورنیو چاور سرپرست وزیر هېواد ته د ترکیې د علماوو له راغلي پلاوي سره و کتل

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۹:۵۰
fsfsfsfs

پرون له غرمې وروسته د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الدین حقاني له ترکیې څخه د علماوو له راغلي پلاوي سره وکتل.

د یادو علماوو د پلاوي مشر شیخ ابراهیم سردار وویل، ترکیه افغانستان سره اوږدې تاریخي اړیکې او بې شمېره ګډ ارزښتونه لري. نوموړي د آزادۍ ترلاسه کولو په موخه، مبارزه کې د افغانانو قربانۍ وستايلې او د اسلامي امارت د چارو او لاسته راوڼو ستاینه یې و کړه.  

د دغه پلاوي د غړو په وینا، د افغان مجاهدينو له لوري د سختيو له ګاللو وروسته د آسانتياوو رامنځته کېدل الهي آزموینه او د حکومتولۍ په دوره کې د هېواد او ملت چوپړ لویه ننګونه او مسوولیت دی.

محترم خلیفه صاحب دې لیدنه کې یاد پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ، هېواد کې د جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو جوړولو او دغه راز په ستونزمنو وختونو کې له افغانانو سره د همکارۍ له امله د ترکیې له حکومت، په ځانګړې توګه د دغه هېواد له علماوو مننه وکړه.

خلیفه صاحب زیاته کړه، سره له دې چې په ځینو وختونو کې د اسلامي احکامو او عباداتو ترسره کول ستونزمن و، خو هغه وخت علماوو د دین او دعوت شمعې روښانه وساتلې او د حق اذانونه یې ورکول.

د ښاغلي حقاني په وینا، مونږ تاسو د شریعت په مراندو سره تړلي، د دین او ورورګلوۍ په تار سره وصل یو.

خلیفه صاحب همدا راز هېواد ته د علماوو راتګ او د هغوی نېکې مشورې د اسلامي امارت د پیاوړتیا په موخه ارزښتناکې و بللې او زیاته یې کړه چې د دغه پلاوي په راتګ سره به د ترکیې او افغانستان د حکومتونو او ولسونو ترمنځ اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.