کورنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي خليفه سراج الدين حقاني پکتيکا ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت زېړوک ولسوالۍ له يو شمېر سپين ګيرو، قومي مشرانو، سيمه ييزو مسوولينو او ځوانانو سره وليدل.

دې ناسته کې د زېړوک ولسوال رحمت الله دروېش د يادې ولسوالۍ د ولسونو له لوري خليفه صاحب او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، دې ولسوالۍ ته د ښاغلي حقاني سفر دې ولسوالۍ کې مېشت ولسونو ته ستر ویاړ وباله.
د غونډې پر دوام قومي مشر حاجي عبدالمنان د هېواد بېلابېلو برخو ته د اسلامي امارت د چارواکو سفرونه و ستايل او په وينا يې دوی د دې سفرونو په ترسره کولو سره ثابته کړه چې د خلکو رښتيني خواخوږي او استازي دي. په وينا يې اوسني حاکمان د ولس غږ اوري او د ستونزو حل يې خپل مسووليت ګڼي.
د زېړوک ولسوالۍ د علماوو په استازولۍ مفتي انوارالدین وويل: د اسلامي امارت له بيا واک ته رسېدو سره دهېواد په ګوټ - ګوټ کې د رغنيزو پروژو چارو دوام دا ښيي چې اوسنی نظام د ولس له منځ څخه ټوکيدلی او د دې هېواد د جوړېدو لپاره پياوړی هوډ لري.
خلیفه صاحب دې ناستې ته په وينا کې د زېړوک ولسوالۍ د مجاهدينو قربانۍ وستايلې او په وينا يې د دې ولسوالۍ ولسونو هېواد کې د اسلامي نظام ټينګښت په موخه د پام وړ ستونزې ګاللې دي.
ښاغلي حقاني زياته کړه: جهادي دوره کې د ټولو افغانانو ګډون او قربانیو د افغانانو تر منځ د يووالي شتون ثابت کړ. دغه راز له څو لسیزو وروسته هېواد کې ډاډمنه او آرامه فضا رامنځ ته شوې، د فتحې او آزادۍ ساتلو لپاره امنیت او د امنیت لپاره يووالی اړین دی.
خلیفه صاحب ټولنیز ژوند کې د اسلام له اړخه د عفوې او بښنې د اهمیت پر ټینګار سربېره، د قومي شخړو حل په برخه کې د اسلامي امارت له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه: پر هېواد د تېرو واکمنانو د ظلم او زياتي له امله ديني او ملي ارزښتونه زيانمن شول.
خليفه صاحب داسې مهال پکتيکا ولايت سفر کړی چې د زېړوک په ګډون د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د رغنيزو پروژو چارې دوام لري..