پکتیا کې د ملي پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۴ نور نیول شوي دي

د پکتیا ولایت، د ځاځیو ولسوالۍ په شېرختال سیمه کې، د ملي پولیسو د ځانګړ ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتو عملیاتو په ترڅ کې؛ دوه ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۴ شکمن کسان نیول شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې، ۷۵۰ کیلو ګرامه چرس، ۱۵۰۰ کیلو ګرامه د چرسو پاڼې چې په سیمه کې سوځول شوې وې، یو میل تفنګچه، یو پایه لپ ټاپ کمپیوټر، یو شمېر د کلاشینکوف او پیکا مرمۍ له نظامي مهماتو سره، یو قالب ورځنی دوربین، یو پایه د عکاسۍ کمره، یو پایه آی کم مخابره، یو سیټ مبایل او د څارنې وړ یو شمېر سندونه د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یو بل خبر له مخې، د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند سیمو کې؛ یو تورن کس له وسلو او مهماتو سره د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.