اطلاعیه ریاست عمومی پاسپورت

moi-af
سسیل

د هېواد والو د پام وړ
په دې وروستیو کې یو شمېر ټولنیزې او بې باوره پاڼې د پاسپورټ اړوند د فساد او خپلوۍ  دروغجن خبرونه او موضوعات خپروي ترڅو د خلکو ذهنونه په ناوړه خبرونو او منفي تبلیغاتو مغشوش کړي.
 دا چې د پاسپورټ عمومي ریاست د فساد سره مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې قرار لري نو پدې برخه کې یې تل هڅې کړي تر څو خپلو هېوادوالو ته د قانوني لارو چارو په برابرولو سره پاسپورټونه ویشي او د فساد کوونکو او جعلکارانو کلکه مخه ونیسي.
په ټولنیزو پاڼو کې د پاسپورټ اړوند د فساد او خپلوۍ خبرونه ناسم او بې باوره دي چې پدې سره دوی  تل هڅه کوي په خپلو ناسمو او منفي خبرونو سره د خلکو او حکومت ترمنځ فاصلې منځ ته راوړي، عامه زهنیت خراب او له دې لارې خپلې پاڼې مشهورې کړي.
د پاسپورت ریاست له خپلو مراجعینو غوښتي چې د دا ډول بې باوره، دروغجنو او فرصت طلبه کسانو په خبرونو هیڅ کله هم باور ونه کړي او د پاسپورت ریاست ته د ټاکلو اصولو سره سم تشریف راوړي.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی در مورد جلوگیری از رواج‌های نادرست هنگام خویشاوندی، عروسی ها، مصیبت ها و همچنان بازگشت از حج و عمره

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

اطلاعیه

ریاست انجنیری مبارزه با مواد انفجاری تحت اثر ریاست عمومی پلان و اپراسیون معینیت ارشد امور امنیتی وزارت امور داخله، رهنمودی را برای توزیع و تنظیم دس

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

اطلاعیه قوماندانی عمومی اکادمی پولیس وزارت امور داخله!

قوماندانی عمومی اکادمی پولیس در نظر دارد که برای سال تحصیلی ۱۴۰۵هـ ش فارغان ذکور صنوف دوازدهم لیسه های مختلف مرکز و ولایات کشور ویا دارنده گان اسنا

بازگشت به اطلاعیه ها