د غزنی ولایت د پاسپورت ریاست خبرتیا!
خبرتیا! د غزني ولایت اړوند ټول ولس ته د پاسپورټ ریاست لخوا خبر ورکول کيږي چې له سبا ورځ چهار شنبې چې د ۱۴۴۳/۶/۲ نېټې سره برابره ده، د پاسپورټ ریاست د مراجعینو په مخ تر امر ثاني پوري د یو لړ ایجادي شویو ستونزو د حل، د اخیستل شویو عرائضو د اجرا او په راتلونکي کې په یاد ریاست کې د چارو د لا ښه تنظیم او ترتیب په موخه تړل کیږي. بناءً ټول ولس دی خبر وي چې له سبا ورځي چهار شنبې وروسته تر امر ثاني پوری یاد ریاست ته مراجعه ونکړي