ستر امنیتي معین د انجیل ولسوالۍ له پولیسو څخه لیدنه وکړه
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمن د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ او د یادې ولسوالۍ د لوی لارې په مربوطاتو کې د پولیسو امنیتي پوستو له احضاراتو او لوړو انګېزو څخه لیدنه وکړه او په اړونده سیمو کې پلی وګرځیده.
ستر امنیتي معین د امنیتي پوستو او د پرسونل له احضاراتو څخه د لیدنې پرمهال د پولیسو له لورې د نیول شوو امنیتي تدابیرو څخه ستاینه وکړه او ټولو منسوبانو ته یې د اړونده سیمو د لا ښه او خوندي امنیت په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز ښاغلي رحمن د انجیل ولسوالۍ او اړونده سیمو یو شمېر هغه امنیتي منسوبین چې په دندو کې یې له ځانه وړتیاوې ښودلې وې، په فوق العاده رتبو، ستاینلیکونو او مډالونو په ورکولو سره ونازول.