د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او متنفذینو سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او متنفذینو سره وکتل او د پولیسو او ولس تر منځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د عامه امنیت په ساتنه او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې له پولیسو سره د خلکو همکاري اړینه یاده کړه او ویې ویل چې د پولیسو او خلکو تر منځ د همغږۍ فضا د عامه امن د ډاډ لامل کېږي.
د پکتیا ولایت قومي مشرانو هم د کورنیو چارو وزارت له سرپرست څخه له قومي مشرانو سره د سلا ناستو له امله مننه وکړه او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه له ملي پولیسو څخه یې د پوره ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.