د کورنیو چارو سرپرست وزیر د له لاسه وتلو سیمو په بېرته ترلاسه کولو کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو نقش وستایه

jamil-moi
جمعه ۱۴۰۰/۴/۴ - ۱۸:۴۹
7

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال او همدارنګه د یاد وزارت معینانو د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له قطعې لیدنه وکړه. 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د له لاسه وتلو سیمو په بیا نیولو کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ، د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو عملیات وستایل او شته ستونزو ته یې د رسېدنې ډاډ ورکړ. 
جنرال عبدالستار میرزکوال وویل، چې ترهګرو طالبانو د ولس وژنې او همداراز د عامه تاسیساتو د ورانولو پلان درلود او د دوی دا پلان د دې لامل شو، چې ولس د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او دا سپېڅلې او برحقه مبارزه یو ځای او په یوه غږ مخته یوسي. 
همدارنګه؛ د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمن د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه د پولیسو د ملا تیر یاد کړل او د دوښمن د شومو پلانونو په شنډولو کې یې د دوی چارې د ستاینې او درناوي وړ وبللې. 
د دې ترڅنګ، د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لوی قوماندان هم د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ته د ترهګرو د هر ډول خوځښتونو د شنډولو او همداراز په هر ډول شرایطو کې د پوره تابیا ډاډ ورکړ. 
د یادونې وړ ده چې د دې کتنې په پای کې د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له لوري په ستاینلیکونو او مډالونو سره ونازول شول.