امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندوز پر علي اباد ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو برید په شا تمبولی
![1](/sites/default/files/2021-06/202726159_2043903762414177_6000903010804322077_n_0.jpg)
امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو برید په شا تمبولی دی.
دا پداسې حال کې ده چې د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه او کومانډو ځواکونه د کندوز هوایي ډګر ته رسېدلي او د لاسه وتلو سیمو د بېرته ترلاسه کولو په پار به پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي.
د دې ځواکونو تر څنګ ولسي پاڅونونه هم د ترهګرو پر وړاندې بسیج شوي او همدارنګه د ترهګرو طالبانو د ځپلو په موخه به عملیات دوام ولري.