هرات کې څلور تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شوي او د انسان تښتوونکو یوه حرفوي ډله نیول شوې
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د ملي امنیت له منسوبینو سره یو ځای د انجیل ولسوالۍ په “سرحسن خواجه” کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د انسان تښتوونکو ۱۲ کسیزه ډله نیولې ده.
هېره دې نه وي چې په دې عملیاتو کې څلور تنه چې د انسان تښتوونکو په قید کې وو، ازاد او خپلو کورنیو ته یې سپارل شوي دي.