د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین په مشرۍ، د یاد معینیت امنیتي غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتونو ته په اشارې سره وویل، ترهګر تل هڅه کوي چې د خپلو شومو اهدافو په ترسره کولو سره زموږ د بې ګناه افغانانو وینه تویه کړي مګر دوئ به هیڅ کله د خپلو شومو اهدافو په ترسره کولو سره زموږ په ارادو کې بدلون رانولي او لکه څرنګه مو چې اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په وروستيو عملیاتو کې د طالب ترهګرو درې مهم او کلیدي کسان چې ځانونه یې د ولایتونو والیان بلل لمنځه یوړل، همدا شان به د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه لا نور د ترهګرو د ځپلو او لمنځه وړلو په موخه خپلو چټکو عملیاتو ته دوام ورکړي.
دغه راز ښاغلي ابراهیمي د لاجوردو لاره د افغانستان له سیمه ییزو ابتکاراتو څخه وبلله او د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې له اروپا سره د سویلي آسیا د نښلولو له امله یې د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه وکړه چې د یادې لارې د خوندي امنیت په برخه کې یې شپه او ورځ نه ستړکېدونکي هلې ځلې کړي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین وویل"د ولایتونو خوندي امنیت ټينګښت ته په پام سره د ټولو ولایتونو قطعاتو او جزتامونو ته د ژمني، خوراکي او اعاشوي موادو د اکمال په برخه کې باید جدي پاملرنه وشي او ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته دې په وخت سره ژمني توکي، خوراکي او اعاشوي مواد ورسیږي څو امنیتي ځواکونه مو د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دښمن پروړاندې له جنګي تجهیزاتو او اعاشوي موادو له کمي سره مخ نه شي."
ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي په ولایتونو کې د ټولو ملي او سیمه ییزو پولیسو پر بائیومیټریک ټینګار وکړ او اړونده مسوولینو ته یې کلکه سپارښتنه وکړه چې د یو شمېر پاتې پولیسو د بائیومیټریک کارونه دې هم ژر تر ژره ترسره او راپور دې د کورنیو چارو وزارت مقام ته وسپاري.