د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ۱۴ تنه منسوبین په چارو کې د کمکارۍ له کبله له خپلو دندو ګوښه کړل شول
![۱](/sites/default/files/2020-09/img_7479_0.jpg)
شنبه ۲۲ وږی ۱۳۹۹
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له امنیتي چارواکو سره د کتنې سربېره، د بلخ مېشتو له بېلابېلو پوړونو سره وکتل.
پدې کتنه کې خصوصي سکتور، علماو، د مدني ټولنې استازو او ځوانانو د شمال زون د امنیت د ښه والي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریک کړل او د یاد وزارت د مشرتابه د لا زیاتې پاملرنې غوښتونکي شول.
ښاغلي اندرابي د امنیت د ټينګښت او له جرمونو سره د مبارزې په برخو کې د خلکو د نظرونو او وړاندیزونو په نظر کې نیولو سره، د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د مدیر، د امنیتي حوزو د ۱۲ تنو امرینو او جنايي مدیرانو او همدارنګه د لویې لارې د کنډک د قوماندان په ګډون د یادې قوماندانۍ ۱۴ تنه منسوبین په چارو کې د کم کارۍ او نه پاملرنې له امله له خپلو دندو ګوښه کړي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پولیسو په لیکو کې اصلاحات د یاد وزارت له مهمو برنامو یاد کړل او ویې ویل، چې د پولیسو د چلند په اړه د خلکو نظرونه ارزښتناکه دي او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه به د خلکو له غوښتنو سره سم عملي اقدامات ترسره کړي.
محمد مسعود اندرابي د امنیت د ټينګښت او د قانون د تنفیذ په برخو کې د خلکو وړاندیزونه او نظرونه د ارزښت وړ وبلل او ژمنه یې وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت رهبري به په خپل ټول توان سره د خلکو له غوښتنو سره سم ګام پورته کړي.